تازه خبرونه

د کاپیسا په نجراب کې نجونې ښونځیو ته د تګ اجازه نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل په شاوخوا سل کیلو متري کې ښځې حق نه لري چې له شرعي محرم پرته له کوره بهر شي او نجونې هم اجازه نه لري چې ښونځیو ته ولاړې شي.

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د ماینونو جوړولو تر څنګ ځانمرګو برید ګرو ته زدکړې ورکول کیږي.

دغلته خلک د خپلو دوسیو د حل لپاره د طالبانو محکمو ته رجوع کوي.

سیمه ییز مسولین وایي، له څو کلونو را په دیخوا وسلوال مخالفین په دغې درې واکمن دي او افغان ځواکونو ونه شوای کړی چې وسلوال له دغې سیمې وشړي.

د نجراب ولسوالۍ امنیه قوماندان -محمد کمین په وینا طالبان په دغې دره کې ښځې نه پریږدي چې له شرعي محرم پرته له کوره ووځي او یا هم ښونځیو ته ولاړې شي.

د سیمه ییزو مسولینو په وینا، دا کار له کلونو کلونو را په دیخوا دوام لري.

 

دغه دره او د تګاب او اله سای ولسوالیو ځینې برخې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، له نورستان او لغمان ولایتونو سره ګډې پولې لري، له همدې کبله افغانیه دره پروان او کابل ولایتونو ته ګواښ دی.

د سیمه ییزو چارواکو خبرې ښیی چې نجراب کې دوه حاکمیته دي، چې یو یې د طالبانو او بل یې د ملي یووالي د حکومت، کومو سیمو کې چې طالبان واکمن دي، خلک د خپلو دوسیو د حل لپاره د طالبانو محکمو ته رجوع کوي.

محمد کمین ـ د نجراب ولسوالۍ امنیه قوماندان:

کوم خلک چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې ژوند کوي، نو د خپلو شخړو د هواري په موخه طالبانو ته ورځي؛ ځکه هغوی ځانته ولسوال او نور مسولین لري.

کوم کسان چې له وسلوالو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي، واي، افغانیه دره هغه سیمه ده چې طالبان په کې ماینونه جوړوي او ځانمرګو ته زدکړې ورکوي.

د کورنیو وسلوالو تر څنګ پاکستاني وسلوال هم دغلته د حکومت خلاف جنګیږي.

د دولت وسلوال مخالفین کلونه کلونه کیږي چې دغلته حضور لري او کلونه کیږي چې افغان پوځیان یې په خلاف جنګیږي، کوم پوځیان چې د دولت د وسلوالو مخالفینو په خلاف جګړه کې له سپکو او درنو وسلو استفاده کوي.

 

Trending

Exit mobile version