تازه خبرونه

د کجکي د برښنا درېيم توربين به ډېر ژر ګټي اخيستنې ته وسپارل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار د برښنا رياست مسوولين وايي، دکجکي د برښنا درېيم توربين به ډېر ژر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

له تېري يوې مياشتي را په ديخوا په هلمند او کندهار ولايتونو کې له دي کبله برښنا پرى شوې، چې د کجکي پر بند درېيم توربين نصب شي او پر همدى مهال ددې لويي شبکى هغه لينونه او پايې هم نوې شي، چې٥٠ کاله وړاندي لګول شوې وې.

 د کندهار دبرښنا شرکت مرستيال امان الله فاروقي وايي، چې ډېر ژربه د کجکي د درېيم توربين دنصب چاري بشپړې شي او همدا راز به ددې برښنا د لیږد هغه ټولي پايې او لينونه هم نوې شي، چي دامهال له فعاليته لويدلې دي.

هغه زیاتوي؛ په راتلونکیو دوه اوونيو کې پلان لري، چي درېيم توربين ګټي اخيستني ته وسپاري، چي له کبله به يي ٣٢ ميګاواته برښنا ٥٢ ميګاواته ته لوړه شي.

د هغه په وینا؛ د درېيم توربين له فعاله کيدو سره به دکندهار او هلمند دبرښنا هغه اړتياوي پوره شي، چي دا مهال يي لري.

د کندهار ښار اوسيدونکي وايي؛ د درېيم توربين دنصب لپاره، چي کومه نېټه ټاکل شوې وه پوره ده او بايد دغه برښنا ژرترژره ورغول شي.

د يادونېوړ ده، چې له تېرې يوې مياشتې را په ديخوا پر هلمند او کندهار ولايتونو برښنا پرېشوې اوپه سلګونه توليداتي فابريکي یې له همدې کبله تړلي او هم  یې دګرمى موسم  دبرښنا په نشتون کي تېر شو؛ خو اوس هم دغه کارډېر ټکنى روان دى او چارواکي يې د ژر ګټي اخيستني ژمني کوي.

خبریال: بريالی رحيمي.

Trending

Exit mobile version