تازه خبرونه
د کجکي د برښنا پروژې چارې بيا په ټپه دريدلي
د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل وايي؛ دې پروژې ته، چې اوس يو ځل بيا ۳۰۰ میليون امريکايي دالر ځانگړي شوي.
د ولايتي شورا مرستيالعبدالمجيد اخندزاده وایي، د ناامنيو او همدا راز د مسوولينو د نه پاملرنې له کبله د دې بند چارې يو ځل بيا په ټپه ولاړې دي او هغه بهرني انجنيران، چې دا توربين نصبوي نه دي ورته راغلي.
د دوی په خبره که د دې توربين په وړاندې پراته خنډونه ليرې شي د برښنا ظرفيت لوړيږي، چې له مخې به يې ډېري سوداگرپه دې ولايت کې د پانگونې له پاره وهڅول شي؛ خوپه اوسنيو حالاتو کې فکرنه کوي، چې دا چارې دې عملي شي.
په دې ولايت کې د بيښنا شرکت رییس انجنيرنصرالله قانع وايي، چې ناامنيو د دوی په وړاندې هيڅ خنډ نه دی رامنځته کړی او د درېيم توربين د نصب چارې د پخوا په څير پرمخ روانې دي.
هغه زیاتوي، چې اوس هم شاوخوا ۱۶۰ کارکوونکي د اړوند قراردادي شرکت په کجکي کې دي او د معمول په څیر د ياد شوي توربين شاوخوا ۳۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي.
خبریال: نعمت الله زهير.