سیمه ییز خبرونه

د کراچۍ په اورلګېدنه کې له ۶۵ ډېر کسان ورک او شپږ نور مړه شول

خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د ودانۍ له دننه څخه د اور لمبې پورته کیږي؛ اور وژونکو د شنبې د شپې تر ناوخته هڅه کړې، چې د سوداګریزې سیمې نورو برخو ته د اور د غخېدو مخه ونیسي. له څه باندې ۲۴ ساعتونو له اورلګېدنې وروسته اور وژونکو د نږدې نړېدلې ودانۍ تودې کنډوالې سړول پیل کړل.

Published

on

رویټرز د یکشنبې پر ورځ د اور‌وژونکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کراچۍ د تاریخي ښار د مرکزي سیمې د یوه ستر سوداګریز مرکز په اورلګېدنه کې له ۶۵ څخه د زیاتو کسانو لټون روان دی؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او د ودانۍ ځینې برخې کنډواله دي.

خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د ودانۍ له دننه څخه د اور لمبې پورته کیږي؛ اور وژونکو د شنبې د شپې تر ناوخته هڅه کړې، چې د سوداګریزې سیمې نورو برخو ته د اور د غخېدو مخه ونیسي. له څه باندې ۲۴ ساعتونو له اورلګېدنې وروسته اور وژونکو د نږدې نړېدلې ودانۍ تودې کنډوالې سړول پیل کړل.

اور وژونکو د پاکستان سیمه‌ییز ټلوېزیون(جیو نیوز ) ته ویلي: په دې سوداګریز مرکز کې، چې له ۱۲۰۰ څخه ډېر دوکانونه لري؛ د هوا د تېرېدا مناسب سیسټم نه و. له همدې کبله ټوله ودانۍ له لوګي ډکه وه او د ژغورنې چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې.

د ډان‌نیوز د څرګندونو له مخې؛ د سند ایالت د پولیسو مشر جاوید عالم اوډهو د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي «داسې ښکاري، چې دا اور به د برښنا د پرېکېدا له کبله لګېدلی وي.»

هغه زیاته کړې: « د دې بازار جوړښت او نقشه همداسې وه او بله دا، چې په کې داسې توکي موجود ول لکه: غالۍ، کمبلې او نور له لینون څخه جوړ توکي، چې له کبله یې اوس هم اور ورو ورو بل پاتې دی.»

د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب خبریالانو ته ویلي، چې تر اوسه ۶۵ کسان ورک او لادرکه دي.

د ژغورنې ادارو ویلي، چې په دې پېښه کې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ ځینو خلکو د ښاروال پر ضد شعارونه ورکول، ځکه نوموړی له ۲۳ ساعتونو وروسته د پېښې ځای ته ورغلی و.

سلګونه کسان د ودانۍ شاوخوا راټول شوي وه او په کې هغه خفه دوکانداران هم ول، چې سوداګریز توکي یې بشپړ له منځه تللې دي.

دوکاندارې یاسمین بانو ویلي « مونږ بېخي له هر څه بې‌برخې شوو؛ صفر ته ورسېدو؛ د شل کلونو زحمتونه مو ټول له منځه ولاړل.»

دا اور د شنبې پر شپه ولګېد او د ژغورنې ډلو ته د شپې پر ۱۰:۳۸ (د ګرینویچ پر وخت  ۱۷۳۸) زنګ وهل شوی و، چې په کې ویل شوي وه: د څو پوړیز «ګل پلازه» سوداګریز مرکز د ځمکې پر پوړ دوکانونو اور اخیستی دی.

د مرستې ۱۱۲۲ ویاند حسن‌الحسیب خان رویټرز ته ویلي: «کله، چې مونږ ورسېدو؛ اور له ځمکني پوړ څخه پورته پوړونو ته خپور شوی و او نږدې ټوله ودانۍ یې نیولې وه.»

د سوداګریز مرکز دننه انځورونه د دوکانونو سوځېدلي پاتې شوني او نارنجي رنګه لمبې ښيي، چې اوس هم د ودانۍ له بېلابېلو برخو لوګي پورته کېدل.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې تر ماښامه پورې، د ودانۍ سوځېدلي او تور فلزي چوکاټ پر سړک پروت و. دغه راز د هواتېرېدا سیسټمونه او د ځینو دوکانونو لوحې لیدل کېدې.

د ژغورنې کارکوونکو ویلي، چې د ودانۍ ځینې برخې نړېدلې دي او امکان شته، چې ټوله وداني راولوېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې پر ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو اورلګېدلی، چې په کې ۹۸ کانټینرونه سوځېدلي دي او افغان سوداګرو رسنیو ته د دې اورلګېدنې زیان پېنځه میلیون ډالره اټکل کړی دی.

Trending

Exit mobile version