تازه خبرونه
د کراچۍ په زندانونو کې یو بل افغان هم مړ شو
په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د سند ایالت په یوه زندان کې د یوه بل افغان مړینه تائید کړه.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ په داسې حال کې د افغان بندیانو د درملنې پر اجازې ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد په زندانونو کې څلورم افغان مهاجر هم مړ کیږي.
له تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان وروسته فیض محمد نومی څلورم افغان مهاجر دی، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې له بندي کېدو وروسته مړي خبر خپریږي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو وکیله منژه کاکړ وایي، فیض محمد د فبرورۍ پر ۲۲ مړ شوی؛ خو د مړینې خبر یې ناوخته اعلان شو.
هغه زیاتوي؛ دغه افغان مهاجر د کراچۍ په زندان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له کبله مړ شوی دی.
کاکړ رسنیو ته څرګنده کړې: دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغان مهاجر بندیان دي.
دغه افغان مهاجر، چې له ناروغ سره پاکستان ته تللی و؛ د پولیسو لخوا نیول شوی او تر مرګه پورې په زندان کې بندي و.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو اړوند وکیلې ویلي، په سند ایالت کې ډېري بندیان هغه افغانان دي، چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي؛ خو پر ناروغۍ اخته زندانونو ته استول شوي دي.