تازه خبرونه

د کرنې او مالدارۍ وزارت: د چرګانو د غوښې په برخه کې به ډېر ژر کورنۍ اړتیا پوره کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې سوداګر غواړي چې د چرګانو د ساتنې په برخه کې پانګونه وکړي، خو دوی په عین حال کې وایي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت کې داسې کړۍ او افراد شته چې د خصوصي سکتور په وړاندې ستونزې جوړوي.

له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایی چې هڅه کوي دغې برخه کې خصوصي سکتور ته ډېره ونډه ورکړي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت په چوکاټ کې داسې تاسیسات شته چې حکومت ترې استفاده نه کوي، خو یو شمېر پانګوال غواړي په ځینو برخو له دې جملې د چرګانو د ساتنې په برخه کې له دولت سره ګډه پانګونه وکړي.

د چرګانو د ساتنې د فارم غړی سید حبیب رسولي وايي:

«په لسګونه پانګه وال غواړي چې په بیلابیلو برخو کې د کرنې وزارت سره په ګډه په ځینو برخو کې پانګونه وکړي خو د وزارت په چوکاټ کې داسې کړۍ شته چې نه غواړي خصوصی سکتور په دغې برخه کې پانګونه وکړي.»

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایی، له خصوصي سکتور سره په هره برخه کې همکاري شوې او د چرګانو د ساتنې له شاوخوا لس زرو فارمونو سره هم دوی همکاري کړې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ رییس محمد عارف امانیار وايي:

«ډېره مرسته مو له خصوصي سکتورسره کړې. هر کال هېواد کې د چرګانو نږدې۲۴۰ زره ټنه غوښې ته اړتیا ده، په کور د ننه هر کال د یو سلو اتیا زره ټنه غوښې د تولید ظرفیت شته خو کال کې د چرګانو یو سلو څلویښت زره ټنه غوښه تولیدیږي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، پلان دا دی چې تر راتلونکو اتو کلونو پورې د چرګانو د غوښې په برخه کې کورنۍ اړتیا پوره کړي.

خبريال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version