سوداگري
د کرنې وزارت او د کرنې تولیدي خونې د کرنېزې ودې هوکړهلیک لاسلیک کړ
په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیدي خونې د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کورنیو تولیداتو وده د دغه هوکړهلیک د لاسلیکولو اصلي موخه ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاالله عمري ويلي؛ افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان باید له یوه وارداتي هېواد څخه پر صادرتي بدل شي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د هېواد د اوبو د مدیریت ډاډ هم څرګند کړ.
د دغه هوکړهلیک لاسلیک کوونکيو د هغې د پلي کولو ډاډ ورکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال له سوداګرو غواړي، چې افغان تولیدات په سمه توګه بسته بندي کړي او بیا یې نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن وايي: زمونږ د یادې ادارې غوښتنه دا ده، چې خپل خوراکي توکي په خپله تولید کړو او د ځانبسیاینې له کبله له ستونزو څخه خلاص شو.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مرستیال فضل الباري فضلي په انګړ کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شو.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت په مرکزي دفتر کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شو.
په دې نندارتون کې د نرینهوو تر څنګ د هېواد مسلکې ښځو هم خپل تولیدات نندارې ته ایښي وه؛ خو دوی له اسلامي امارت غواړي، چې په نړیوالو بازارونو کې افغان تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره نورې هڅې هم وکړي.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لهخوا د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ څه باندې اتيا سلنه افغانان پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
کار پوهان وايي؛ د افغانستان د اوبو پر مدیریت به د کرنې پر ملاتړ او د افغان بزګرانو لپاره د اسانتیاوو له رامنځته کولو سره د ځانبسیاینې پر لوري یو ګام پورته شي.
