تازه خبرونه

د کرنې وزارت چارسمبالي د یوناما له مشرې سره په کتنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ (د زمري اتلسمه) د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د کرنې پر ارزښت، د بزګرانو او بڼوالو د اقتصادي کچې د لوړولو، د صحي او لوړ کیفیت لرونکیو خوړو د برابرولو، د تخمونو د وېش او د څارویو محصولات پر زیاتوالي خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او ټولنو چمتووالی اعلان کړ او څرګندوي: ملګري ملتونه د نشه‌يي توکو د کښت د مخنيوي په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د خورا اغېزمن اقدام ستاينه کوي. ما دا پیغام راوړی، چې تاسې مونږ ته د مخدره توکو د کښت لپاره وړاندیز او د بدیل کښت پلانونه راکړئ، چې کار پرې وشي.

د میرمن روزا اوتونبایوا د څرګندونو له مخې؛ څو هېوادونه په دې برخه کې همکارۍ او عملي هڅو ته چمتو دي؛ ځکه، نو اړتیا لرو، چې په دې اړه ګډ کار وکړو.

هغې زیاته کړې: په راتلونکي کال کې به ستاسو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو لخوا کافي بودجه ځانګړې شي. مونږ هم دا خپله دنده ګڼو، چې کار وکړو او نړۍ ته مو دا پیغام ورسوو.

دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د همکارۍ د دفترونو او بنسټونو هڅې وستایلې او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړ او د افغانستان له خلکو په تېره بیا د کرنې په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version