کوید۱۹
د کرونا اوښتې بڼې اومیکرون چټکه خپرېدا به په نړۍ کې د سونامي لامل شي
د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکی، چې د اومیکرون په نوم د کرونا ویروس د بدلې شوي بڼې چټکه خپرېدا به په نړۍ کې د سونامي لامل شي.
د کرونا ویروس دې بدلې شوې بڼې یا اومیکرون د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړی دی.
په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د اومیکرون او ډیلټا کرونا ویروسونه په نړۍ کې چټک خپرېدا پیل کړې او ښايي سونامي رامنځته کړي.
د نړیوالې روغتیا ټولنې د راپور پر بنسټ؛ د ډسمبر له ۲۲ راپدیخوا په اووه ورځو کې د ټولې نړۍ ۶ اعشلریه ۵۵ میلیون خلک پر کرونا وبا اخته شوي، چې د وبا له پیل راپدیخوا دا تر ټولو لوړ شمېر دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټیډروس اډهانوم ګبریاسوس وایي: اوسمهال اومیکرون او ډیلټا غبرګ ګواښونه دي، چې د مثبتو پېښو، مړینې او په روغتونونو کې بستر کیدو ته وده ورکوي. زه ډېر اندېښمن یم که ډیلټا ته ورته اومیکرون چټک خپور شي؛ نو دا به د مثبتو پېښو سونامي وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید ويلي: د تجهیزاتو د نشتوالي له کبله دوی نشي کولی د بدل شوي کورونا ویرس اومیکرون بڼه کشف کړي.
نوموړي زیاتّ کړې؛ ملګرو ملتونو ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر پایه به افغانستان ته پرمختللي تجهیزات رات ولیږل شي.
ډاکټر هاشم وهاج په دې باور دی، چې د لازمو روغتيايي آسانتياوو نشتوالى، د خلکو لخوا د روغتيايي لارښوونو نه مراعات او له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو راتګ به جدي خطرونه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د ژمي سړې څپې خورې دي او پر کرونا وبا د اخته کسانو ژوند له جدي خطر سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ اړوند روغتونونه د کافي درملو د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.