تازه خبرونه

د کرونا بودجې پر اختلاس له ۲۰۰ ډېر حکومتي چارواکي تورن شوي

Published

on

په افغانستان کې د پلټنې ادارې مشرې څرګنده کړې، چې د کرونا د بودجې یوه برخه د څه باندې دوه سوه شل حکومتي مسوولینو لخوا اختلاس شوې ده.

په داسې حال کې، چې حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته ډېرې پیسې ځانګړې کړې وې؛ خو څه باندې دوه سوه شل حکومتي مسوولینو د دې پیسو نږدې څلویښت سلنه پر ځانګړیو موخو لګولي دي.

د پلټنې ادارې موندنې ښیي، چې د جرمي اختلاس سترې دوسیې یې پېژندلي عدلي او قضایي بنسټونو ته یې معرفي کړي چې حکومتي چارواکي په کې شامل دي.  

د پلټنې ادارې څرګنده کړې؛ دوی په ۱۶ ولایتونو کې څېړنه کړې، چې د ۱۵ والیانو او د مرکز د ۹ کسانو په ګډون ۲۲۳ کسانو د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې پیسې اختلاس کړي دي.

د پلټنې ادارې مشرې غزال حارس ویلي؛ له ۱۵ ولایتونو څخه د تورنو دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي، چي پرېکړه پرې وشي.

د پلټنې عالي ادارې مشر محمد نعیم حقمل ویلي، چې مونږ په یوه کال کې د ځینو وزیرانو، امنیه قومندانانو او ښاروالانو په ګډون د فساد ۱۳۲ دوسیې څېړلي او عدلي او قضایي بنسټونو ته لېږل شوې دي.

د فساد د څېړنې ادارو ټینګار کړی، چې د ټولو ولایتونو اړوند څېړنې وروستۍ شوي ندي او ښايي، چې د کرونا په بودجه او وچې ډوډۍ کې د تورنو کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

Trending

Exit mobile version