د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې
د کرونا تر چتر لاندې د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې پیل شوې
نن جمعه د زمري لومړې له غرمې وروسته د ټوکیو په ملي لوبغالي کې د ۲۰۲۰ المپیک لوبې، چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله سږکال ته ځنډول شوې وې؛ پیل شوې.
د المپیک لوبو د ۳۲ ننداریزو مراسمو په شپږم کاروان کې د تکواندو ملي فډراسیون لوبغاړي فرزاد منصوري او د اتلتیک څانګې لوبغاړې کیمیا یوسفي د افغانستان رپی ورپولو.
په دې مراسمو کې د آریانا او آریانا نیوز راډیو او ټلویزیوني شبکو، بیات پاور او د افغان بېسیم مخابراتي شبکې لوی مشر احسان الله بیات د ځانګړي میلمه په توګه د هېواد له المپیک کاروان سره مل و.
دغه لوبې به د توکیو د ملي لوبغالي د ۴۲ ځایونو پر کوربتوب په ۵۰ څانګو کې د ۲۰۴ هېوادونو د ۱۱ زره ۹۰ لوبغاړیو په ګډون ۳۳ لوبې د ۱۷ ورځو لپاره تر سره شي.
په المپیک لوبو کې د افغانستان د تکواندو، اتلتیکونو، لامبو او نښه ویشتنې د څلور څانګو پېنځه استازيو ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا نړیوال ټلویزیون لخوا په قانوني او ژوندۍ بڼه خپریږي.