کوید۱۹

د کرونا جانسن امریکایي واکسین پلي کېدا د عصبي اختلال شونتیا هم لري

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د خواړو او درملو ادارې خبرداری ورکړی، چې د کرونا جانسن واکسین په اړه معلومات ښیي، چې د دغه واکسین له پلي کېدو وروسته په شپږ اوونیو کې دننه د عصبي اختلال د نادرې بڼې د رامنځته کیدو شونتیا هم لري.

دې ادارې په یوه لیک کې دې شرکت ته په ډاګه کړې، چې له واکسین وروسته د سنډروم د رامنځته کېدو شونتیا شته؛ خو ویل شوي، چې که واکسین اخیستونکي د ضعف، په تګ راتګ او یا د مخ په حرکتونو کې د ستونزې نښې ولري، باید په دې اړه د روغتیایي پاملرنې په لټه کې شي.

شاوخوا دولس اعشاریه اته میلیون خلکو په امریکا کې د جانسن اینډ جانسن واکسین یو ډوز ترلاسه کړی.

د رویټرز په راپور کې راغلي؛ د جانسن اینډ جانسن واکسین له پلي کېدو وروسته په ۹۵ کسانو کې د عصبي اختلال ناروغي رامنځته شوې، چې بسترولو ته اړتیا لري او له دغې ناروغۍ تر دې دمه یو کس مړ شوی دی.

بل لوري ته د جانسن اینډ جانسن شرکت د خواړو او درملو ادارې د خبرداري په غبرګون کې ویلي، چې پر یادو پېښو له تنظیموونکیو سره بحث خبرې کوي؛ خو وایي، چې د سنډروم د رامنځته کېدو پېښې په کوچنۍ کچه د ودې په حال کې دي

سنډروم یا  جي بي اس یو نادر عصبي حالت دی، چې د بدن د عصبي ریښو پر ژغورونکې برخې برید کوي. په زیاتره مواردو کې د باکتریا یا ویروس انتان تعقیبوي؛ خو روغتیا پوهان وایي، چې له یادې ناروغۍ څخه زیاتره خلک ښه کیږي.

باید وویل شي، چې په امریکا کې تر دې مهاله د جانسن اینډ جانسن شرکت ۱۲.۸ ملیونه دوزه واکسین پلي شوي د یو کس لپاره یو دوز بس وي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې افغانستان ته د دیاد واکسین نږدې یونیم میلیون دوزه امریکایي مرسته رارسېدلې ده، چې عامې روغتیا وزارت یې پلي کېدل پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version