تازه خبرونه

د کرونا خوریدا په هانګ کانګ کې د روغتیایي سیستم د ماتیدو وېره رامنځته کړې

Published

on

د هانګ کانګ اجرائیه مشرې کری لم  ویلي، چې دا ښار د کرونا ویروس د ودې او پراختیا په درشل کې دي او خبرداری ورکوي، چې د ویروس خوریدا به د دې ښار د روغتیایي سیستم ټول بنسټونه له ماتې سره مخ کړي.

میرمن لم په هغه اعلامیه کې، چې د سې شنبې پر ورځ د هانګ کانګ دولتي اوبپاڼې خپره کړې ویلي، چې دا ښار د کرونا ویروس له نوې څپې سره مخ شوی دی.

 هغې زیاته کړې؛ مونږ د کرونا ناروغۍ د ودې او پراختیا په درشل کې یو، چې کیدی شي روغتیایي سیستم مو اغېزمن او په لویانو کې مو د مړینې کچه پراخه شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د هانګ کانګ حکومت د ټولنیز واټن او نورو روغتیایې سپارښتنو د پلي کولو لپاره اړینې کړنې په پام کې نیولي، چې د ویروس د خپریدو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

هغې خلکو ته ویلي: څه، چې اوس مونږ ورته اړتیا لرو؛ هغه ستاسې مرسته اوهمکاري ده. زه له تاسې غواړمو چې ټولنیز واټن ته درناوی وکړئ او د امکان تر حده په کور کې پاتې شئ. که مونږ متحد شو او په ګډه کار وکړو؛ نو دا ناروغي بیا هم له منځه وړلی شو.

 هانګ کانګ تر دې دمه ۲۸۸۵ مثبتې پېښې ثبت کړي؛ خو تېره اوونۍ په دې شمېر کې ډېروالی راغلی، چې د جولای له ۲۲ راپدیخوا هره ورځ ۱۰۰ مثبتې پېښې ثبتیږي.

د نوې اعلامیې له مخې؛ له دوه کسانو ډېر راټولیدی نشي او  ګډ خواړه خوړل هم منع دي. دغه راز په عامه ځایونو کې ماسک اړین دی. ویل کیږي، چې د ویروس له خپریدو وروسته دا اقدامات ترټولو سخت دي.

حکومت د بحري او هوایي ځواکونو ته د قرنطین تجهیزات هم چمتو کړي دي.

که څه هم په هانګ کانګ کې د اخته کسانو شمېر د نړۍ نورو برخو ته لږ دی؛ خو په هانګ کانګ کې د کرونا ویرس مخ په ډېریدو حالت د چارواکو لپاره د اندېښنې وړ ده؛ ځکه که مخنیوی یې ونشي، بشري بحران به رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version