کوید۱۹

د کرونا ویروس خپرېدا پای ته نده رسېدلې – د روغتیا نړیواله ټولنه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

په ژنیو کې د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس د یاد بنسټ په پېنځه اویایمه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د کرونا ویروس د پېښو له کمیدو سره دا ناروغي پای ته نده رسیدلې.

هغه رویټرز ته څرګنده کړې: د کرونا ویروس ناروغي یقینا پای ته نده رسیدلې.

ګبریسس په غونډه کې حاضرو کسانو ته ویلي، چې د ناروغۍ شدید پړاو به سږکال پای ته ورسیږي.

د وبا د حاد مرحلې پای ته رسیدل باید زمونږ ډله ییز لومړیتوب پاتې شي.

ګبریسس خبرداری ورکړ: له کرونا ویروس سره د ژوند کول زده کړئ. پدې معنی نه، چې موږ به ویروس ته تسلیم شو؛ دا پدې معنی نه ده چې مونږ په اوونۍ کې د نږدې ۵۰۰۰۰ مړینو د مخنیوي او درملنې وړ ناروغۍ له امله منو.

هغه ویلي: دا خطرناکه ده، چې فرض کړئ؛ اومکرون به د ویروس وروستۍ نسخه وي یا دا، چې مونږ د لوبې په پای کې یو.

هغه ویلي، پرعکس، په نړیواله کچه، شرایط د نورو بڼو د راڅرګندېدو لپاره هم مناسب دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر زیاته کړې، چې په کم عاید لرونکیو هېوادونو کې نږدې یو میلیارد خلک اوس هم واکسین شوي ندي او د نړۍ یوازې ۶۰ سلنه وګړي واکسین شوي دي.

هغه زیاته کړې: آفریقا د ویروس له کبله د مړینو د زیاتوالي راپور ورکړی او هغه وچه ده، چې د واکسین کولو ترټولو ټیټ پوښښ لري.

د ګبریسوس په وینا، یوازې ۵۷ بډایه هېوادونو د دوی ۷۰ سلنه خلک واکسین کړي دي.

Trending

Exit mobile version