مهم خبرونه

د کرونا ویروس له کبله په شمالي کوریا کې بېړنی حالت اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۳۹۹)

د شمالي کوریا رسمي خبري سرچینې څرګنده کړې؛ یو کس، چې د کرونا ویروس نښې لري درې کاله مخکې جنوبي کوریا ته تښتیدلی و او تېره اوونۍ په پټه د دې هېواد کایسونګ ښار ته رادننه شوی دی.

د دغې سرچینې د راپور له مخې؛ د شمالي کوریا په کایسونګ ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. یو فراري، چې درې کاله مخکې جنوب ته تښتیدلی و، شک دی، چې دا کس به پر کرونا اخته شوی و. هغه د جولای پر ۱۹ په ناقانونه توګه له پولې راتېر شوی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد له چارواکو سره بېړنۍ ناسته تر سره کړې، چې د پولې د کایسونګ ښار پر قرنطین کولو او بندیزونو پرېکړه وکړي.

په دې راپور کې راغلي، چې آیا شکمن کس کتل شوی او که نه؛ خو په ډاګه شوې، چې د وینې او تنفس څو ناڅرګندې معاینې یې شوي دي. د دې هېواد چارواکو نوموړی قرنطین کړی او د هغو کسانو کتنې روانې دي، چې له ده سره په اړیکه کې پاتې دي.   

د کیونګ هی پوهنتون استاد چوجه وو ویلي؛ دا د شمالي کوریا لپاره یو ستړی کوونکی پړاو دی، چې په کې د کرونا ویروس یوه پېښه یې ثبت کړې؛ ځکه، چې دا پېښه کیدی شي مونږ بشري مرستو ته اړ کړي.

سربېره پردې شمالي کوریا د خپل هستوي پروګرام له کبله له نړیوال تحریم او اقتصادي فشار لاندې هم راغلې ده.

په سیول کې د کوریایي اتحاد انستیتیوت لوړپوړی غړی چوهان بوم ویلي؛ د پاملرنې وړده، چې شمالی کوریا د کرونا لومړۍ پېښه له بهره دې هېواد ته رالیږدول شوې اعلام کړې ده.

 چوهان زیاته کړې، چې دا هېواد دمګړۍ نشي کولی پخپل وخت د پیونګ یانګ روغتون د جوړولو کار بشپړ کړي.

ویل کیږي، چې شمالي کوریا ته د اخته کس د رادننه کید په اړه څېړنې روانې دي او د پولې پوځي مسوول به له سختو مجازاتو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version