تازه خبرونه

د کرونا په اړه حکومتي لوړپوړي چارواکي ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنې بابیزه ګڼي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د یو شمېر لوړ پوړیو حکومتي چارواکو لخوا ټولنیزو واټن ته نه پاملرنه او روغتیایي سپارښتنې بابیزه ګڼل له نیوکو سره مخ شوي.

هېوادوال یو شمېر حکومتي لوړپوړي چارواکي د کرونا ویروس پر وړاندې په بې پروایي تورنوي او وایي؛ چلند یې ښیي، چې حکومت د کوویډ -۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته دی.

تازه د پخلاینې ملي شورا مشر او یو شمېر نور چارواکي په یوه غونډ‌ه کې لیدل شوي، چې روغتیایي سپارښتنې او کړنې نه رعایتوي.

د سالم ایزیار او ور سره ملګرو په یاد غونډه کې د پخلاینې ملي شورا مشر او نور چارواکي لیدل کیږي، چې روغتیایي سپارښتنې یې له پامه غورزولي او تر منځ یې ټولنیز واټن هم نشته.

دا په داې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی هم په بغلان کې د ټولنیز واټن د نه رعایت پر مهال څرګند شوی، چې پخپله د کرونا ضد مبارزې یو کلیدي لوبغاړی دی.

دا هغه موارد دي، چې د کرونا غوا په کې لنګیږي.

Trending

Exit mobile version