لوبی

د کرکت ملي لوبډله به راتلونکې میاشت سریلانکا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر وکړي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړی، چې د کرکت ملي لوبډله به د جون په لومړیو کې سریلانکا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر وکړي.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛  کرکت ملپ لوبډله به د یاد هېواد په همبانتوتا ښار کې له کوربه لوبډلې سره د جون میاشتې پر دوه‌یمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس آووریز نړیوال جام سیالیو ته په مستقیمه توګه لار نده موندلې او باید یادو سیالیو ته د لارموندنې لپاره د یادو سیالیو په غوراوي پړاو لوبو کې برخه واخلي او په دغو سیالیو کې پایلوبې ته له رسېدو وروسته به نړیوال جام ته لار ومومي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به له کوربه لوبډلې سره د کرکت نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال پنځوس آووریز نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو لپاره په تیاریو کې مرسته وکړي، دغه راز به د روان کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په چمتووالي کې اغېزمن رول ولوبوي.

په دې اړه د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وايي، چې د دغو درې نړیوالو سیالیو په اړه له سریلانکا کرکت بورد سره د خپلو خبرو اترو له پایلو خوښ دي.

نوموړي زیاته کړې، د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ سیالۍ د دواړو هېوادونو لپاره غوره تجربه وه، چې دواړو لوبډلو په کې غوره او ډېرې په زړه پورې سیالۍ وکړې او دا ځل هم ډېرو ښو سیالیو ته سترګې په لاره یوو.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د تېر کال په نومبر میاشت کې سریلانکا ته سفر کړی او هلته یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. دا به په شپږ میاشتو کې دوه‌یم ځل وي، چې د سریلانکا کرکت بورد د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

Trending

Exit mobile version