لوبی

د کرکټ نړیوالې شورا میرویس اشرف د افغان کرکټ د مشر په توګه ومانه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۱)

د کرکټ نړیوالې شورا تېره ورځ د وري ۲۱ / د اپریل ۱۰ په عربي متحده اماراتو کې خپله درې میاشتنۍ ناسته جوړه او په رسمي بڼه یې میرویس اشرف د افغانستان د کرکټ بورد د نوي مشر په توګه ومانه.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له ډېرو هلو ځلو وروسته بریالی شو، چې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه او غړیو هېوادونو ته د هغو اندېښنو په تړاو قناعت ورکړي، چې د افغانستان د نظام او کرکټ بورډ د مشرتابه له بدلېدو سره پیدا شوې وې.

د کرکټ نړيوالې شورا نن د افغان کرکټ د اوسني مشرتابه هلې ځلې وستایلې او د کرکټ نړيوالې شورا د مشرتابه بورډ لپاره یې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د رسمي استازي په توګه ومانه.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف نن په رسمي بڼه د کرکټ نړیوالې شورا د غړیو هېوادونو د مشرتابه په ناسته کې د خپل هېواد پر استازیتوب ګډون وکړ او له ټولو غړیو هېوادونو سره یې د افغان کرکټ د تېرو څو میاشتو د ټولو لاسته راوړنو راپور شریک کړ.

میرویس اشرف په دې اړه ویلي: له شک پرته دا د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی، چې افغان کرکټ به د کرکټ په نړیواله شورا کې د تېر په څېر فعاله وي او په دې اړه به ډېر نور ګامونه هم پورته کړو.

د یادونې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ بورد د مشرتابه لخوا وړاندې شوی راپور ومانه او عمومي غونډې ته يې د نوموړي ورتګ رسماً منظور کړ.

Trending

Exit mobile version