لوبی
د کرکټ پر درې ملي لوبغاړو لیګېدلي بندیزونه تعدیل شول
د افغانستان کرکټبورډ ادارې تېره ورځ څرګنده کړې، چې د کرکټ ملي لوبډلې پر درې لوبغاړو( نوین الحق، مجیب او فضل الحق فاروقي ) لګېدلو بندیزونو کې تعدیل رامنځته شوی او ځینو اصولو ته ترې د پاملرنې پر شرط لګیدلي بندیزونه لرې کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه ویلي: دا، چې یادو لوبغاړو له دې وړاندې د خپل هېواد لپاره غوره لاسته راوړنې او ویاړونه درلودل او په لوبډله کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ اداره دغه پرېکړه کوي او هیله ده، چې یاد لوبغاړي د پخوا په څېر په غوره ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ویاړ لاملونه شي.
کرکټبورډ زیاته کړې؛ د یادو لوبغاړو د غوښتنې له مخې دوی اوس کولې شي، چې مرکزي تړونونه لاسلیک او په ځینو لیګونو کې ورته د لوبېدو اجازه ورکړ شي.
په یاده تعدیل شوې پرېکړه کې راغلي، چې یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له کبله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.
دغه راز څرګنده شوې؛ ملي دندې او د ادارې ګټو ته پر کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOCs ورکول کېږي.
همدارنګه دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکړ شي.
د یادونې ده، چې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق له دې مخکې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له کبله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي وه، چې له کبله یې ترې د یوه کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و او دغه راز دوی نه شو کولی، چې د دوه کلونو لپاره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.