نړۍ

د کلیفورنیا په کلیسا کې یوه وسلوال ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۱)

چارواکو څرګنده کړې؛ د یکشنبې پر ورځ د غرمې د ډوډۍ پر مهال یوه وسلوال د جنوبي کالیفورنیا په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکیو ډزې وکړې، یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان دي.

چارواکو زیاته کړې، چې شکمن ۶۰ کلن بریدګر عبادت کوونکیو نیولی او پښې یې ورته پر برښنا مزي تړلي دي.

پولیسو ویلي، چې پېښه غرمه مهال ۱:۳۰ بجه رامنځته شوې او له شک پرته د نورې مرګ و ژوبلې مخه نیول شوې ده.

پولیسو زیاته کړې یو بل کس هم لږ څه ټپي شوی او ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې پر مهال په کلیسا کې لږ تر لږه ۳۰ ـ ۴۰ کسان  راټول شوي وه.

ویل کیږي، چې د پېښې په ځای کې دوه میله وسله هم موندل شوې؛ خو د انګیزې په اړه یې پلټنه روانه ده.

د یادونې ده، چې په روانه اوونۍ کې دا دوه یم مرګونی برید دی؛ لومړنی وسلوال برید د شنبې پر ورځ یوه  سپین پوستي امریکایي د نیویارک ښار د تورپوستو پر پلورنځي تر سره کړ ۱۰ کسان یې ووژل او درې نور ټپیان دي. چارواکو دا برید ځانګړی توکمیز هغه نومولی دی.

Trending

Exit mobile version