بی بی سی پښتو

د کلیوالو ښځو ورځ؛ د افغان کلیوالو ښځو ژوند کې څومره بدلون راغلی؟

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۳۹۹)
Getty Images
کلیوالې مېرمنې وايي، د راتلونکي نسل لپاره دې کار وشي تر څو هغوی د زده کړې په ګاڼه سمبال او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

نن ( د اکتوبر ۱۵ ) د نړۍ لر او بر کې د کلیوالو مېرمنو نړیواله ورځ یادیږي، که څه هم افغانستان کې د کلیوالو مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره بیلابیل کارونه شوې او په کلیوالو سیمو کې ځینې روغتیايي اسانتیاوې هم رامنځته شوي خو افغان کلیوالې ښځې لا هم له کړاوه ډک ژوند تېروي او له خپلو حقونو ناخبره دي.

داسې کلیوالې مېرمنې هم شته چې لا د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له شته کړاوونو سره سره بیا هم په دې هیله شپې سبا کوي چې ژوند به یې بدلون ومومي.

خو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د کلیوالو مېرمنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره یو پروګرام پيل کړی چې دوی پر ځای بسیا او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

د دې پروګرام مشر، عبدالوفي نبي زی وايي چې نړیوال بانک د پنځو کلونو لپاره د سل میلیونه ډالرو بلاعوضه مرسته کړې او له همدې مرستې په ۲۰۱۸ کال کې دا پروګرام په ۳۴ ولایتونو کې پيل شوی دی.

Getty Images
ځینې کلیوالې مېرمنې وايي، د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د پاکو اوبو اوپه ټوله کې د ټولګټو پروژو نه شتون یې لویه ستونزه ده چې د کلیوالو مېرمنو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلی نبي زی وایي، له دې پروګرام څخه ګټه اخیستونکې ۸۰ سلنه یې مېرمنې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي، چې مېرمنې له دغو مرسته شویو پیسو کوچني کارونه پیلوي او یاد پروګرام ورته د محصولاتو لپاره نندارتونونه جوړوي.

ښاغلی نبي زی زیاتوي چې تر اوسه یې په ټول افغانستان کې څلور لکه شپږ زره شپږ سوه مېرمنې تر پوښښ لاندې راوستي، خو په ټوله کې به په دغه پروګرام کې پينځه لکه مېرمنې تر پوښښ لاندې راولي او په کور دننه به ورته د کار زمنیه برابره کړي .

ځینې کلیوالې مېرمنې وايي، د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د پاکو اوبو اوپه ټوله کې د ټولګټو پروژو نه شتون یې لویه ستونزه ده.

شاه ‌بي بي د ننګرهار کامه کې ژوند کوي هغه وایي، “ژوند مو ښکلی دی خوشحاله یم، خو کله نا کله ژوند راته سخت شي ټول عمر مو پټیو کې په کارونو تېر شو اولاد مو سم نه شو تربیه کولی ټوله ورځ بوختې یو.”

“له ماشومتوبه تر اوسه یواځې کار کول را زده شوي. کله نا کله خو وایم کاش مو د ښاري مېرمنو په څېر ژوند درلودای، خو له ښاري مېرمنو بیا اورم چې ستاسو په ژوند کې خوند دی زه حیرانه شم چې دوی څومره ارامه ژوند لري ولې زموږ ژوند ورته ښه ښکاري”.

Getty Images
کوچیان له یو ځای نه بل ځای ته کډې کوي، د هر موسم په راتلو یې استوګنځی بدلېږي

۶۰ کلنه شا بي بي وایي، هېچا یې غم نه دی خوړلې او په خپل ټول عمر کې داسې څوک پیدا نه شو چې د ښځو لپاره کار وکړي.

بل لورته بیا داسې کلیوالې مېرمنې هم شته چې ارمان کوي کاش لوست یې کړی وای، اوس به د هېچا لاست ته نه وې ناستې.

خو دغه کلیوالې مېرمنې له چا ګیله لري

پتاسه په پکتیا کې د یوه لرې پراته کلي اوسېدونکې ده. هغه وايي “سهار وختي له کوره وځم په دې موخه چې خپلو مالونو ته واښه راوړم کله نا کله په د پټیو په پولو ګرځم تر څو سابه راټول کړم همدې ژوند کې خوشحاله یم.”

دا وايي یواځینۍ ارمان یې دا دی چې کاش یې خپلې زده کړې سرته رسولې وای.

” کله چې ګردېز کې اوسېدلو نو د یوې ښځې کورته به تللم د اسلامي زده کړو ترڅنګ به مې ځیني کتابونه هم لوستل خو اوس رانه هر څه پاتې شوي”.

هغه وایي په دې ښه پوهېږي چې اسلام د زده کړو حق ورکړی خو کورنۍ یې ځکه اجازه نه راکوله چې له کوره یې ښوونځی لرې وو ډېره لاره یې باید پلی تګ کړې وای.

” کورنۍ مو وېرېده چې کومه بدنامي راته جوړه نه شي. خو که حکومت زموږ سیمه کې نژدې ښوونځي جوړ کړي وای اوس به زه هم د نورو په څېر د ښوونځي زده کوونکې وای یا به فارغه وای”.

پتاسه وایي، کله نا کله خلک د جنګ خبره کوي خو دا نه پوهېږي چې څه وايي.

“ځکه موږ هېڅ تلویزیون نه ګورو، پلار مې ځیني وخت راډیو اوري او په ډېره لېوالتیا ورته ناست وي، موږ ته اجازه نه راکوي چې راډیو ته غوږ شو، وايي نجونې راډیو نه اوري د کور کار کوي”.

یوازې د لرې پرتو کلیوالو سیمو اوسېدونکې دا ډول کړاو نه ګالي بلکې د پلازمېنې کابل شاوخوا سیمو اوسېدونکې مېرمنې هم له کړاو ډک ژوند لري او له ډېرو خدماتو بې برخې دي.

۲۲ کلنه مدینه کوچۍ د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې اوسېږي، دا وايي چې د کلیوالو مېرمنو ژوند په هېڅ حساب دی.

“ژوند ځکه راته بې معنا شوی چې مور مې روغتون ته پر لاره مړه شوه، درانه کارونه به یې کول، غواګانې مو درلودې چرګان لرو ددې ټولو ساتنه به مې مور کوله، ډاکټرانو ویل خور دې پیدا کېږي خو مور مې ډاکټرانو تر څار لاندې نه وه ځکه یې ژوند وبایلود”.

هغه وايي “مور مې ښوونځي ته پرېښودلم له پلار سره به مې تل پر دې جنجال وو چې مدینه به ښوونځي ته ځي خو پلار مې نه منله اوس هر کله د دې ارمان کوم چې کاش د نورو نجونو په څېر ما هم درس ویلی.”

Getty Images
کلیوالو ښځو ته د خپلو حقونو په اړه پوهاوی ډېر کم دی.

مدینه کوچۍ وايي نه پوهیږي چې راتلونکې به یې څنګه وي : “زما راتلونکې به هم داسې وي لکه زما د مور، زړه کې مې وېره ده.”

مدینه وایي، غوښتنه یې دا ده چې دوی ته ځانګړې پاملرنه وشي، نجونو او هلکانو ته د درس او تعلیم زمینه برابره شي.

د کلیوالو مېرمنو دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي چې دوی له اړوند ادارو سره د مېرمنو په نوم له شویو مرستو ناخوښې بریښي او وایي له دغو ټولو مرستو سره سره بیا هم د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کیږي.

ډیر وخت د مېرمنو نیوکه همدا وي چې د ښځو په نوم ورځو نمانځنه یوه نمایشي کړنه ده او په عمل کې د ښځو لپاره بنسټیز څه نه دي شوي چې دوی په پښو ودروي، ترڅو د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

خو له دې ګیلو او نیوکو ترڅنګ په روغتیا برخه کې ځینې پرمختګونه د یادولو وړ دي. له دې ډلې د مېندو د مړینې په کچه کې کموالی دی چې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د پام وړ راټیټه شوې ده.

دوه کاله وړاندې نړیواله بانک اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ موده کې د مېندو د مړینې کچه کې ۶۴ سلنه کموالی راغلی دی.

Trending

Exit mobile version