پرمختګ او بشپړتیا
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت دوه دېرش پرمختیايي پروژې پیلوي
په لس ولایتونو کې د درې سوه اووه لس میلیون افغانیو پر لګښت د دغو پروژو تړون له خصوصي شرکتونو او پرمختیايي شوراګانو سره د وزارت د چارواکو لخوا لاسلیک شو.
د هند او د افغانستان د مالیې وزارت په مالي مرسته دوه دېرش پرمختيايي پروژېد کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت لخوا په لس ولایتونو کې عملي کیږي.
کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیرنصیر احمد درانیوایي، په دغو پروژو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ، د سړک جوړول، د پلونو او پلچکونو جوړول، ژورې څاګانې او د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل دي.
نوموړی وایي؛ ناامني د پروژو د پرمختګ مخنیوي کوي.
د کاپیساد پرمخیتايي شورا غړی عبدالمبین ټينګار کوي، چې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت مسوولین باید عام المنفعه پروژې زیاتې کړي.
د کوټ ولسوالۍ د پرمختیايي شورا ريیس عبدالطیفوايي،د اوبه خوړ لپاره استنادي دیوالونه ، پلچکونه او ویالو جوړول زمونږ د خلکو اړتیا ده.
د وزارت د مسوولینو په وینا؛ تېر کال یوولس زره درې سوه دوه اتیا عام المنفعه پروژې بشړې شوې دي، چې درې سوه دوه ویشت میلیون دالر لګښت پرې راغلی دی.