تازه خبرونه

د کمال خان بند د دوه دروازو د خوشې کېدو له کبله ایران ته اوبه روانې دي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې افغان چارواکو د چارشنبې پر ورځ په سیمه کې د ډېر اورښت وروسته د کمال خان بند له دوه دروازو اوبه خوشې کړې دي.

د ایرنا خبري سرچینې د خبر له مخې؛ له دغه بند څخه خوشې شوې اوبه به له راتلونکیو ۴۸ تر ۷۲ ګړیو وروسته د ایران د چاه نیمه جهیلونو ته ورسیږي.

د چاه نیمه څلور جهیلونه د ایران سیستان سیمې ته اوبه رسوي.

د ایران د سیستان او بلوچستان والي جنرل حسین مدثر خیباني ویلي؛ د روانې وچکالۍ له کبله په وروستیو میاشتو کې د سیمې د اوبو زیرمې په سلو کښې ۷۵ کمې شوې دي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمی په دې اړه تسنیم خبری آژانس ته ویلي: زه د اسلامي امارت د قدرمنو چارواکو د هغې ژمنې له پوره کولو مننه کوم، چې له کمال خان بند څخه یې د ایران د اسلامی جمهوریت د اوبو حق پریښود.

د کمال خان بند د اوبو خوشې کولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند د چارشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۹ / د جنورۍ ۱۹ څرګنده کړې؛ کوم خبرونه، چې له بېګاه راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي حقیقت نلري؛ وروستیو اورښتونو د کمال خان بند کاسه ډکه کړې وه … د کمال خان بند د سیمو خلکو او بزګرانو په بار بار غوښتنې او عریضې کړي وې؛ د نیمروز ولایت د مقام پر سپارښتنه د اوبو رسولو ریاست د کمال خان بند یوه اندازه اوبه کروند ګرو ته خوشې کړي دي.

د کمال خان بند د نيمروز ولايت له مرکز زرنج ښار څخه ٩٥ کيلومټر لرې د چار برجک په ولسوالۍ کې موقعيت لري.

Trending

Exit mobile version