تازه خبرونه
د کمال خان د بند اوبه د ایران سیستان ته ورسېدې
ایراني چارواکو په ډاګه کړې، چې د افغانستان له لوري خوشې شوې اوبه د شنبې پر ورځ ایران ته او د سیستان په سیمه کې د چاه نیمه د اوبو څاګانو ته وبهېدې.
مهر خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې دا کار د تهران له ګډو دیپلوماتیکو هڅو وروسته رامنځته شوی او هیله من دی، چې د اوبو دا بهیر روان وساتل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تېره ورځ د ایران د پارلمان د کرنې کمیسیون ته د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې هېواد به یې د تاریخي او سرحدي اوبو له یوه څاڅکي حقه هم تېر نشي.
ایراني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په اړه اندېښنه ښودلې او کابل یې له ایران سره د شوي تړون پر سرغړونې تورن کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د اوبو تړون ته ژمن دي او په دې تړون کې بدلون او بله هوکړه ناشوني دي.