تازه خبرونه
د کندز د روغتیایي مرکز د حقیقت موندونکي تیم څېړنې ډاډمنې دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د غوڅ ملاتړ ماموریت د بې پولې داکترانو د روغتیايي مرکز د هوايي برید د پېښې تر څنگ د اکتوبر د درییمې پېښې په اړه د حقیقت موندونکي تیم څېړنې ډاډمنې بللي دي.
د دغه ماموریت په یوه بیان کې، چې تېره ورځ یې خپور کړی؛ ویلي، چې د کندز د پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې، چې د بې پولو داکترانو د روغتیايي مرکز هوایي برید هم په کې څېړل کیږي؛ دوی ته د باور وړ ده او دوی د حقیقت موندنې له پاره خپل کسان ورسره یوځای کړي دي.
په بیان کې راغلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې څېړنه کې هر ډول تېروتنې ته بایدځواب ویونکي واوسي.
د بې پولي داکترانو ټولنه وایي، په کندز کې د دوی پر روغتون د هوایي حملې په ترڅ کې د دوی د یوه بل کارکوونکي د مړینې د خبر له تائید سره، د تلفاتو شمېر درویشت تنو ته ورسید.