تازه خبرونه
د کندز ولایت پر دشت ارچي ولسوالۍ د دولتي ځواکونو عملیات روان دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کندزسیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د افغان گډو ځواکونو له درې ورځو راهیسې په دشت ارچي ولسوالۍ کې چاڼیز عمليات پیل کړي او دولتي ځواکونو تر اوسه پورې د دې ولسوالۍ یو شمېرسیمې یې د طالبانو له موجودیته پاکې کړي دي.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي رسنیو ته وویل، چې دولتي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز همدارنگه د قرلُقو سیمه د وسلوالو طالبانوپاکه کړې ده.
هغه وویل، چې اوس هم په سیمه کې د دولتي ځواکونو چاڼیز عملیات په چټکۍ روان دي.
سعدي زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنده مرگ و ژوبله اوښتې ده؛ خو تر اوسه پورې په دې اړه وسلوالو طالبانو رسنیو ته څه نه دې ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د دشت ارچي ولسوالي د وسلوالو طالبانو په ځانگړي توگه د بهرنیو جنگیالیو یومهم او سراتیژیک مرکز بلل کیږي.