تازه خبرونه
د کندهار اتیا سلنه خلک د جګړو له کبله بېکاره شوي
د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولینو ویلي، په دې ولایت کې د جګړو له وېرې خلک له خپلو سیمو بېځايه شوي، چې ورسره د خلکو د بېکارۍ کچه ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.
د کندهار په ۷ ولسواليو کې له شاوخوا څلورمياشتو راپدیخوا سختې جګړې رواني دي، چې له کبله یې څه نا څه شل زره کورنۍ له خپلو سيمو بېځايه شوي او د کندهار ښار ترڅنګ د دغه ولایت نسبتآ امن سيمو ته تللي دي.
بېکاره شوي کسان هم وایي، چې د خپلو کورنيو د لومړنیو اړتیاوو تر لاسه کول ورته ستونزمن شوي دي.
محمد داود او رضاخان د کندهار په معروف او ډنډ ولسوالیو کې د خپلو کورونو پرې ښودلو ته اړ شوي او ټوله ورځ د کندهار ښار کې د کار موندلو په تمه تېروي.
مسوولين وایي؛ هڅه کوي د نړيوالو بشري بنسټونو پر مرسته او همکارۍ د تازه بېکاره شویو او بېځايه شويو کورنیو سره مرستي ترسره کړي.
د کندهار د کار او ټولنيزو چارو مشر حبیب الله جیلاني وایي، د روانو جګړو له کبله د کندهار ۸۰ سلنه اوسېدونکي وزګار شوي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندهار ولایتي مسوولين په دې ولایت کې د روانو جګړو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي؛ خو د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کندهار ته په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی و، چې د کندهار امنیت ته د دولت پام دی او د جګړو له کبله به له زيانمنو شویو کورنیو او خلکو سره د مرستي لپاره هم امکانات چمتو کړي.