تازه خبرونه

د کندهار امنيه قوماندان په ښځينه زندان کي پر ښځو د جنسي تيري تورونه رد کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار امنیه قوماندانوايي چي دځينو رسنيو له خوا په دې اړه چې په کندهار کې په ښځینه زندانیانو جنسي تیري شوي دې د راپور خپريدل دکندهارپرلمن يوتورداغ دى او هيڅ ثبوت نه لري.

هغهله زندانیانو څخه د ليدنې پر مهال وویل چي ددې ښځينه وو دعزت دساتلو لپاره به له هرډول وسيلې کار واخلي اوهغه ټولو کسانو څخه به پوښتنې کوي چي دابي بنسټه راپورونه يي خپاره کړي دي.

په همدې وخت كې په دغه زندن كې يو شمير بنديانې له ولايتي مسولينو غواړي چي ددوی دعزت لپاره دغه موضوع عدليي ارګانونو ته وليږي ترڅو معلومه شي چې پدې کي دچالاس دى.

دکندهار دلوى زندان مدير وايې د ولايتي شور ا دوو غړیو تيره اونۍ يو شمير رسنيو ته ويلي دي چې د کندهار د ماشومانو په زندان کې پر ښځينه زندانيانو د جنسي تيري په اړه خبر شوي دي او د موضوع د پلټني غوښتنه يې کړې ده.

د کندهار د لوی محبس دعدليي رياست او بشري حقونو خپلواک کميسيون دا ډول ادعاوي په کلکه ردوي اووايي چي داټول بي ځايه راپورونه دي او دلته هيڅ ډول دجنسي تيري پيښه نده شوى.

امنيه قوماندان وايي هغه رسنيو چي دغه راپور يي خپور کړى دى ددې ولايت دمسؤلينو نظريي ندى اخيستى او درسنيو قانون يي تر پښو لاندي کړى دى.

ديادونې ده چي تيره اونى په ځينو رسنيو کي داسي راپورونه خپاره شول چي ګواکي دکندهار دماشومانو داصلاح په مرکز کي زندانيانو پرښځينه ووجنسي تيرى کړى دى؛ خو چارواکي په دې زندان کي يوازي دتاوتريخوالي خبرورکوي او جنسي تيرى په کلکه ردوي.

خیریال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version