تازه خبرونه

د کندهار امنیه قوماندان: اوسنی حکومت دوست او دښمن نه پېژني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزىوايي؛ دملي يوالي په حکومت کې دوست اودښمن نه پيژندل کيږي او وسله وال طالبان ورونه نه، بلکې قاتلان دي.

هغه ددي مطلب په څرکندولوسره وايي په پخواني حکومت کي ددښمن پيژندنه کيدله؛ خو دملي يوالي په حکومت کي دوسله والو لورى هم ندى معلوم او خپل سرو وسله والو حرکتونو ته زمينه برابره شوي ده.

که څه نوموړی هغه وسله والو طالبانوته دوژلوګواښ کوي چي ددوی له سرتيرو سره جګړه کوي؛ خو وايي چي په اوسني حالت کي بايد ټول امنيتي ځواکونه دې ته چمتو وي چي دخپل سري وسله والو حرکتونو مخه ونيسي:

ښاغلی اڅکزى وايي چي په کندهار ولايت کي تراوسه امنيتي ځواکونه پرامنيتي حالت حاکم دي؛ خوپه نظام کي دننه ستونزه داده چي هغو وسله والو طالبانو ته دورونو خطاب کيږي چي دامنيتي ځواکونوپه وژلو بوخت دي .

دکندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزى

هغه وايي چي هيڅ چاه ته به اجازه ورنکړي چي امنيتي حالت ګډوډ کړي خو پروسله والو طالبانو هم غږ کوي چي دامنيتي ځواکونوله مخاليفت څخه لاس واخلي کنه دمرګوني حالت سره به مخ شي.

پرهمدى وخت دکندهار ښار اوسيدونکي وايي چي امنيتي ځواکونه توانيدلى دي چي داوړي په موسم کې دهرډول امنيتي پيښو مخه ونيسي.

دوی له امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چي بايد په حکومت کي دننه هم ځينو وسله والو حرکتنو ته چمتو وي او مخنيوى يي وکړي.

داپه داسي حال کې ده چي امنيه قوماندان څه موده وړاندي ويلي و چې په اوسني حکومت کي ځيني پخوانۍ څيرى غواړي چي دخپلې دندېد ساتلو په خاطر په حکومت کي ګډوډي رامنځته کړي؛ خو امنيتي ځواکونو يي مخنيوى کړى دى.

خبریال:بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version