تازه خبرونه

د کندهار د ولسوالیو خلك خپلې ستونزې د طالبانو په مرسته حل كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم په کندهار کي چارواکي د امنیت او ښې حکومتدارۍ خبري کوي خو ددې ولایت په ډېرو ولسوالیو کي عدلی او قضایی ارگانونه فعالیت نه لري.

کندهار والی پوهاند داکتر توریالی ویسا د عدلي او قضایي ارگانونو د همغږۍ په غونده کي وويل، چې اوس هم یو شمېر خلك د دولت په ځاى خپل حقوقي او نورې ستونزې د وسلوالو طالبانو په مرسته حلوي.

نوموړى زياتوي، د دې کار د مخنیوي په موخه باید په ولسوالیو کي عدلي او قضایي ارگانونه فعال شي او فعالې ادارې باید په کار کې رڼښت رامنڅته کړي.

کندهار والي داکتر توریالي ویسا دا هم په ډاگه كړه، چې دا مهال په یو شمېر ولسوالیو کې عدلیي او قضایي ادارې فعالیت لري؛ خو خلك ورته مراجعه نه کوي.

نوموړي د دې ستونزې د حل لپاره، چي خلك ولې خپلي حقوقي او نورې ستونزې د دولت د عدلي او قضایي ارگانو په ځای په وسلوالو طالبانو حل او فصل کوي، د جدي هڅو ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چي د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه يوازې ۷ ولسوالۍ قاضي او څارنوال لري، چي هغه هم د ولسواليو په ځاى د کندهار په استناف محکمه کي ناست وي.

د عدلي او قضایي ارگانونو چارواكي وايي، که په لیرې پرتو ولسواليو کي امنیت تامین شي، چمتو دي، چي هلته خپله دنده اجراء کړي.

Trending

Exit mobile version