تازه خبرونه

د کندهار- روزګان ترمنځ لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار روزګان لويه لار، چې شاوخوا پېنځه څلويښت ورځي د ترافيکو پرمخ د وسلوالو طا لبانو له لوري تړل شوې وه، تېره ورځ پرانيستل شوه.

د کندهارد شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قومندان باچا خان وايي، چې تېره  ورځ د کندهار روز ګان ترمنځ لويه لار وروسته له سختو عملياتو پرانيستل شوه، چې په دې عملياتو کې دواړو لوریو ته مرګ و ژوبله هم واوښته.

هغه زیاتوي، په دغو عملياتو کې ٣٥٠ تنه ددولت وسلوال مخاليفين مړه او ټپيان شوي او همدا راز ١٢٠ تنو امنيتي سرتېرو ته هم مرګ و ژوبله اوښتي ده .

د دې لارې د خلاصيدو په عملياتو کې امنيتي سرتېري وايي، د تېرو ٤٤ ورځو پر مهال له طالبانو سره مخامخ نښتي وشوې او په دې وتوانيد,، چې هغوى ته مرګ و ژوبله واړول شي او دا لار په ټوليزه توګه پرانستل شي.

د روزګان او کندهار د لويي لارې پر سرک  موتر چلو,نکي وايي، له يوې مياشتې وروسته دا لومړى ځل دى، چي پر دې لار تګ راتګ پیل شو.

دوی له امنيتي سرتېرو غواړي؛ د دولت د وسلوالو مخالفینو مخه ونيسي، چي بيا دغه لاره ناامنه نکړي.

د روزګان او کندهار تر منځ د لويي لارې بنديدل نه يوازې د دې دواړو ولايتونو له پاره يوه ستونزه وه، بلکې دايکندي ولايت ته يې هم په اقتصادي برخه کي ستونزي جوړي کړې وې او له دې لارې يې تګ راتګ بند شوى و .

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version