سیمه ییز خبرونه

د کندهار قومي مشران په دولتي ادارو کې د اداري فساد له ودې خبرې كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار قومي مشران وايي، چې:

د دې ولايت په دولتي ادارو کې اداري فساد خپلې وروستۍ کچې ته رسيدلی او نورد دوی لپاره د زغملو ندی.

په جنوب لويديځه حوزه کې د ولسمشر ځانگړی استازی اسدالله خالد وايی، چې:

د ياد ولايت د نورو چارو تر څنگ به په دولتي ادارو کې هم ادلون بدلون راولي.

د کندهارقومي مشرانو په يوه غونډه کې د دې ولايت دولتي ادراره ترسختو نيوکو لاندې راوسته او په دې ولايت کي يې د امنيت راوستو ترڅنگ د اداري فساد د مخينوي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه،چې:

د دې سيمې اوسېدونکي روانو جگړو سخت ځپلي او بايد له دې حالت راوويستل شي.

د قومونو،سرحدونو او قبايلو چارو وزير او د کندهارنوى تنظيمه رييس اسدالله خالد وويل:

په دولتي ادارو کې به د تغييراو بدلون ترڅنگ د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه پيل کړي او هم به په امنيتي برخه کې ځانگړي پر وگرامونه په کار واچوي، خو هغه له قومي مشرانو گيله وكړه، چې د مجرم د نيولو په صورت كې مراجعه كوي او د خلاصون غوښتنه يې كوي.

د يادونې وړده، چې اسدالله خالد کابو درې اوونۍ وړاندي د ولسمشر له لوری هغه مهال په جنوب لويديځه حوزه کې د ده استازی وټاکل شو، چې په دې حوزه کې امنيتي وضع ورځ تربلې د خرابيدو په حال کې وه.

هغه به د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو د وزارت له دندې سره دغه دنده هم پرمخ يوسي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version