تازه خبرونه

د کندهار – هرات پر لویه لار ځانمرگي افغان ځواکونو ته مرگ وژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن(د تلې ۲۶) غرمه مهال د هلمند ولایت د لښکرگاه په دوه لاري کې ځانمرگي بریدگر د ملي اردو او د عامه نظم د ځواکونو پر گډ کاروان برید کړی دی.

د هلمند والي ویاند عمرځواک پېښه منلې او وایي، چې بریدگر خپل له چاودیدونکیو توکو ډک موټر پرې چولی، چې په کې د عامه نظم دوه سرتېري وژل شوي او د ملي اردو پېنځه تنه سرتېري ټپیان دي.

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق وايي، چې په دې بريد كې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي ، خو د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.

Trending

Exit mobile version