سیمه ییز خبرونه

د کندهار والي: د ټاكنو لپاره به خوندي چاپيريال رامنځته كړو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار امنيتي مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې يو دېرش ټاكنيز مركزونه د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخامخ دي، چې دوى يې د امنيت كابو كولو لپاره هڅې كوي.

په داسې حال كې ده، چې ټاكنو ته شا او خوا شپږ مياشتې پاتې دي، د ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره په كندهار كې هڅې پېل شوې دي.

د دوه سوه پنځه اتل قول اردو قومندان، د كندهار والي او نورو پوځي او ملكي چارواكو په كندهار كې غونډه وكړه او زياته يې كړه، چې د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې د رايو مركزونو امنيت به د ټاكنو تر وخته خوندي كړي.

مسئولين وايي، چې په كندهار كې يو دېرش ټاكنيز مركزونه د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخامخ و، چې دوى يې د امنيت خوندي كولو په لومړنيو عملياتو د ګواښونو كچه راټيټه كړې ده.

د كندهار والي توريالى ويسا وايي:

وسله والو مخالفينو په لارو كې ماينونه ايښې او د كليو لارې يې تړلې دي. ده ډاډ څرګند كړ، چې پر ستونزو به برلاسى شي او د ټاكنو لپاره به خوندي چاپيريال رامنځته كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې ايساف ځواكونه خبردارى وركوي چې وسله وال طالبان د راروانو ولسمشريزو ټاكنو د ګډوډولو هڅې كوي، خو افغان امنيتي چارواكي وايي، چې د ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره يې يو ځانګړي كميسيون ته دنده سپارلي، چې د ټاكنيزو مركزونو، كانديدانو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو امنيت خوندي كولو تابيا وكړي.

Trending

Exit mobile version