سیمه ییز خبرونه
د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې اته پوليس وژل شوي
د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې درې پوليسو خپل اته ملگري له مسموميدو وروسته وژلي دي.
د سپين بولدک ولسوال محمدهاشم اغا وايي:
د چارشنبې په شپه(دليندۍ ۲۹) دا درې پوليس، چې اته نور يې وژلي كيدى شي د وسله والو مخالفينو ملگري وي. دوى له څه مودې راهيسي د سرحدي پوليسو په يوه امنيتي پوسته کې دنده اجرا كوله.
هغه زياتوي، چې:
دغو كسانو پوليس لومړى نشه او وروسته په ډزو وژلي او خپله له سيمې څخه نامعلوم ځاى ته تښتيدلي ، خو د نيولو په برخه کې يې څېړنې روانې دي.
د كندهاروالي وياند احمد جاويد فيصل په دې پېښه كې د څلور پوليسو وژل او د درې نورو ټپي كيدل تائيدوي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کړې، چې په ياده سيمه کې اوړمه شپه ماسخوتن د يو بريالي تاکتيک له مخې د امنيتي پوستې كوماندان اميري او اته سرحدي پوليس وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.
خپله د سپين بولدک ولسوال دا نه مني، چې گواگي د پوستې كوماندان په دې پېښه کې وژل شوى دى.
په کندهار کې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د مسموم او وژل کيدو پېښې مخکې هم تر سره شوي، خو په دغه ولايت کې د نسبې امنيت را وروسته دا لومړنۍ پېښه ده.