تازه خبرونه

د کندهار په ارغنداب کې روانه جګړه ۵ ورځنۍ شوه

Published

on

د کندهار په اړغنداب ولسوالۍ کې له تېرو پېنځه ورځو راپدیخوا د پیل شوې جګړې دواړه لوري د خپلو پرمختګونو، د درندو وسلو د وارونو او یو بل ته د درندې مرګ و ژوبلې ادعاوې کوي.

د جګړې له وېرې رابېځایه شوې کورنۍ په ډاګ کوي، چې له کورونو او باغونو یې د جګړې سنګرونه جوړ شوي او د بېرته ژر ورتګ هیله یې نشته.

د ارغنداب له جګړې بېځایه شويو ويلي، دلته د ژوند سختې شېبې تېروي او تر اوسه یې هیڅ مرستندویه ادارې لاسنیوی ندی کړی.

له دغې جګړې بېځایه شوي کورنۍ وايي، د ژوند سختې شیبې تېروې او تر اوسه یې هیڅ مرستندویه ادارې لاسنیو نه دی کړی.

امنیتي ځواکونو ويلي، ځمکنۍ جګړه د هوايي ځواک له ملاتړه برخمنه ده او لسګونه وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ويلي، هوايي ځواکونو يې مرسته کړې او په ارغنداب، میوند او ژړۍ ولسوالۍ کې يې ۷۵ طالبان وژلي دي.

د ارغنداب تر څنګ تازه په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کې هم سلګونه طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او ځينې سيمې یې له حکومتي ځواکونو نيولي دي.

له تېري یوې میاشتي راپدیخوا د کندهار په گاونډ ولايتونو هلمند او روزګان کې هم وسلوالو طالبانو بريدونه پيل کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دواړو ولایتونو کې د دغو بریدونو له کبله په زرګونه کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي او تر شنه آسمان لاندې د بېوسۍ سختې شېبې  تېروي.

Trending

Exit mobile version