تازه خبرونه

د کندهار په دامان او ژړۍ ولسوالیو کې دوه موتربم بریدونو مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

سیمه ییزو چارواکو منلې، چې یو برید د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ د مازدا موتر پر مټ رامنځته شوی او دوه یم هغه د هاموی ټانک پر وسیله د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په اړوند سيمه کې پر هغو پولیسو شوی، چې له طالبانو سره ښکېل ول.

په دغو بریدونو کې د حکومتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړیو ته هم ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار والي ویاند ویلي؛ وسلوالو دا ځل د کندهار ولایت دامان ولسوالي او د امنیه قومندانۍ ودانۍ، چې يو بل ته ورڅېرمه پرتې دي؛ د موتربم برید موخه وګرزولې.

دغه بريد د دوشنبې پر ورځ سهار مهال څه باندې لس بجې  تر سره شوی دی.

د کندهار والي ویاند احمد بهير احمدي ویلي؛ بريد د مازاد موتر پر مټ تر سره شوی، چې له کبله یې ۹ پوليس، دوه د ملي امنیت کارکوونکي، اووه د ولسوالۍ ملکي مامورین او ۱۵ نور ملکي کسان، چې د پېښې ځای ته نږدې په یوه کور کې ول؛ ټپيان شوي دي.

د احمدي د څرګندونو له مخې، په چاودنه کې د دامان ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو تر څنګ سيمې ته نږدې کورونه هم زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټپيانو کې د کندهار د دامان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود هم شامل دی.

د پېښې قربانيان او عيني شاهدان وایي، چاودنه زوروره وه او خلکو ته یې زيات زيانونه واړول.

له دې برید وروسته د همدې ورځې پر څه باندې دوه بجو د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په وزیر و مانده سيمه کې پر هغو پولیسو د هاموې ټانک په وسیله برید تر سره شوی، چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل ول.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، برید تلفات نلري؛ خو یوه بله سرچینه وايي، په دې برید کې د کوماندو ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د بریدونو مسوولیت هیچا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version