تازه خبرونه

د کندهار په شاوليکوټ کې موتربم چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

د کندهار ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د موتر بم بريد له کبله دوه پوليس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کي د شاوليکوټ امنیه قومندان باچا هم شته.

د دې ولسوالۍ د پولیسو یو سرچینې ویلي، چې دغه موتر بم چاودنه نن سهار څلور بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ رامنځته شوې ده.

د شاوليکوټ ولسوالۍ د پوليسو دغې باوري سرچينې زیاته کړې، چې چاودنه د ملي اردو د انترنیشنل موتر پر مټ تر سره شوې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې؛ چاودنه ډېره زوروره وه، چي له کبله يې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته دروند زيان اوښتی دی.

د کندهار ولایتي چاوراکو تر اوسه د دغه بريد په اړه رسنیو ته څه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار همهاله د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان د سړک غاړې په ماین چاودنه کې له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی دی.

طالبانو د دواړو پېښو د مرګ و ژوبلې مسوولیت منلی دی.

Trending

Exit mobile version