تازه خبرونه
د کندهار ښاريان د جنايي پېښو له زياتوالي شکايت کوي
د کندهار ښار اوسېدونکي د سړي تښتوونکو، موټرونو، موټر سايکلونو او نورو واسطو غلاوي په ښار کي زياتې شوې دي چې له امله يې د ښار اوسېدونکي اندېښمن دي.
کندهار ښاريان له حکومته غواړي چي په دې برخه کي جدي اقدامات وکړي او دلته د غلاوو او لوټماريو مخنيوی وکړی.
له بلې خوا د کندهار د امنيې قوماندانۍ بيا د جنايي پېښو د کموالي خبر ورکوي او وايي چي پوليسو په دې وروستيو کې د غلو او سړي تښتوونکو زياتې ډلې نيولې دي.
که څه هم په کندهار کې د اوسني امنيت له امله خلک ډاډمن دي خو په دې ولايت کې د جنايي پېښو زياتوالي خلک اندېښمن کړي دي او په دې برخه کې د امنيتي مسوولينو د جدي پاملرني غوښتنه کوي.
د سړي تښتونې، د کندهار ښار د نورو برخو تر څنګ په عينو مېنه کې د نقليه وسايطو غلا او د دوکانونو لوټول هغه جنايي پېښې دي چې د خلکو اندېښنې يې زياتېکړې دي.
خو د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير ولي محمد عسکر وايې چې په دې وروستيو کي د سړي تښتوونکو مهمې ډلې يې نيولېدي.
هغه زياتوي: “نقليه وسايط مو د غلو له منګولو ژغورلي او د نورو جرمونو په تور مو ګڼ کسان نيولي دي چې له امله يې د جنايي پېښو ګراف مخ په ټيټېدو دی.”
د ښاريانو له لوري د جنايي پېښو د زياتوالي اندېښنې او د چارواکو له لوري يې د کموالي څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د تېرو دريو کلونو راهيسې د کندهار امنيتي وضعيت مخ پر ښه کېدو دى خو په جنايي برخه کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى.
خبريال: بريالی رحيمي