تازه خبرونه
د کندوز خان آباد ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوله
یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ نن سهار د کندوز ولایت خان آباد ولسوالي طالبانو ونیوله.
سرچینې زیاته کړې؛ له څو راپدیخوا طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي دي.
سرچینه وایي؛ امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ تپه توپ خانې سیمې ته شاتګ کړی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ، د پولیسو قومندانۍ او بازار نیولی دی.
تر دې دمه د تلفاتو جزئیات نشته.
د کندوز ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني منلې، چې خان آباد ولسوالي طالبانو نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز ولایتي شورا غړیو تېره ورځ هم منلې وه، چې د یکشنبې پر سهار د کندوز ولایت علی آباد ولسوالي او څو نورې پوستې وسلوالو طالبانو نیولي دي؛ خو ولایتي مقام او امنیتي سرچینو تائید کړي ندي.