تازه خبرونه

د کندوز ـ خان آباد د لویې لارې په چاڼیزو عملیاتو کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندوز – خان آباد پر لویه لار د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له څو ورځو راپدیخوا د کندوز – خان آباد پر لویه لاره د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه تر سره کول.

دفاع وزارت ويلي، چې افغان ځواکونو له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د دغې لویې لارې په اوږدو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې د وسلوالو طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول.

دفاع وزارت ویلي؛ افغان ځواکونو د دغې لویې لارې اړوند ډېرې سیمې له طالبانو او د هغو له پرسونل ضد ماینونو څخه پاکې کړې دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د یو شمېر قومندانانو په ګډون ۳۸ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دغه راز تېره ورځ وسلوالو طالبانو د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر په کلي کې پرامنیتي او دفاعي پوستو بریدونه وکړل.

په دې نښتو کې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر د کلي ۱۳ پاڅونوال او یو د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، چې، په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې او بریدونه روان دي.

Trending

Exit mobile version