تازه خبرونه

د کندوز قومندانان د سپيو په جنګولو بوخت دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندوز کې سیمه يیز قومندانان له وسله والو مخالفینو سره د جګړې په ځای د سپیو په جنګولو بوخت دي. هغه کسان چې سپي جنګوي وايي چې د ښه جنګي سپي بيه تر زرګونو ډالرو رسېږي. سیمه يیز مسولین د سپیو د جنګولو د مخنیوي پلان هم نه لري.

په کندوز ښار کې زیاتره سیمه يیز قومندانان د سپیو په جنګولو بوخت وي او یا یې ننداره کوي. کندوز هغه ښار دی چې دوه ځله د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلی او لاهم د ښار په څنډو کې وسله وال طالبان فعال دی. اوس چې ژمی دی، د جګړې ډګر سوړ شوی، خو د سپیو د جنګولو میدانونه بیا د سیمه يیزو قومندانانو او نورو ګڼو کسانو له خوا تاوده ساتل شوي دي.

د سپیو جنګوونکی غلام محمد خاکسار وايي: “دا سپي د بدمعاشو قومندانانو دي، بيه يې ان تر سل زره ډالرو پورې رسېږي، دوی يې مزار شريف او نورو ولايتونو ته هم د جنګ له پاره بيايي.”

د سپيو د جنګ ننداره کوونکی شاه ولي وايي: “سپي جنګول د قومندانانو کار دی چې نوم پيداکړي او بدمعاشي وکړي.”

د جنګي سپیو ساتنه هم د زلمیانو او د ماشومانو په غاړه وي چې له ماشومتوب څخه له سپیو او د سپیو له جنګولو سره علاقه پیدا کوي.

د جنګي سپي لېږدوونکی تقي وايي: “دا سپی په جنګ اچوو، ورور مې پرېکړه کوي چې له مقابل لوري سره په څومره پيسو شرط ږدي.”

دا یوازې کندوز نه دی چې ګڼ شمېر کسان او قومندانان د سپیو په جنګولو په کې بوخت دي، بلکې دغه ډول د سپیو جنګولو میدانونو په ګڼو ولایتونو کې تاوده ساتل کېږي. 

Trending

Exit mobile version