تازه خبرونه

د کندوز له خپلسرو افسرانو پوښتنې او حساب کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په کندوز کې به له هغو افسرانو او قومندانانو پوښتنې او ګروېږنې وکړي چې له جګړې پرته له سنګرونو په شا شوي دي.

د افغانستان د شمال ختیځو سیمو د پولیسو عمومي قومندان وايي چې د ځينو مسولینو د بې پروايئ له کبله وسله وال طالبان د کندوز تر دروازو را ورسېدل. له بلې خوا د پوځ د لوی درستیز مرستیال وايي چې په کندوز کې د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره به سیمه يیز یا همکار سرتېري ونه کاروي.

د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون قومندان شېرعزيز کامه وال وايي: “هر افسر چې خپله پوسته په خپل سر پرېښې وي له هغه سره به حساب او کتاب وشي.”

د تېر کال په میزان کې چې کله کندوز د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد، له همغه وخت راهیسې دغه ښار د وسله والو له ګواښ څخه نه دی خلاص شوی. د کندوز د جګړې په هکله د ځينو افغان چارواکو له خولې داسې انګېرل کېږي چې ځينې قومندانان له مقاومت پرته له سنګرونو پښې سپکوي.

ویل کېږي د جګړې په کرښه کې له افغان ځواکونو سره همکار سیمه يیز غیر مسول وسله وال هم د دې لامل شوي چې ځينې پوستې وسله والو ته پرېږدي.

د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي: “موږ به له غیر مسولو کسانو چې پوستې په خپل سر پرېږدي خير ونه کړو او دوی افغانانو ته کوم خير هم رسوی نه شي.”

د تخار والي هم د کندوز د امنیت په هکله اندېښمن دی او وايي چې له همدغه ځایه تخار ولایت ته هم امنیتي ګواښونه پیښېږي.

د تخار والي یاسین ضیا چې د کندوز د خان آباد او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات یې رهبري کړي، وايي: “په کندوز کې امنیتي ځواکونه باید وخت له لاسه ورنه کړي او د وسله والو په ځپلو پیل وکړي.”

د کندوز په جګړه کې ښکېلو غاړو ته تلفات اوښتي دي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه شوې. کله چې د کندوز ښار د کلابندۍ راپورونه خپاره شول، یو شمېر سیمه يیزو چارواکو او د ولایتي شورا ځينو غړو له کندوز څخه کډې بار کړې. 

Trending

Exit mobile version