تازه خبرونه
د کندوز له ښاره طالبان په شا شړل شوي دي
د کندوز چارواکي وايي چې د ښار له زیاترو سیمو یې وسله وال مخالفین تمبولي دي او اوساوس وسله وال طالبان د کندوز له ښاره اته کیلو متره لرې واټن کې دي.
د خان اباد په ولسوالۍ کې عملیات دوام لري. په تازه عملیاتو کې چې د کندوز تخار په لویه لاره شوي، دوه ویشت وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له کندوز څخه تر لاسه شوي رپوټونه وايي چې وسله وال طالبان د ښار له هغو څنډو په شا تمبول شوي چې هڅه یې کوله له هغو سیمو په ښار ور ننوځي. د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي چې د ښار اړوند زرخرید او د چرخاب سیمې یې له وسله والو طالبانو نیولي دي چې اوس طالبان د ښار په اتهکیلومترۍ کې دي.
د کندوز امنیه قومندان محمد قسيمجنګل باغ وايي چې د کندوز- تخار په لویه لاره د خواجه پسته او آدم خان په سیمو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د هغه په وینا په تازه عملیاتو کې یې دوه ویشت وسله وال طالبان وژلي دي.
له دې سره هم داسې رپوټونه شته چې وسله وال طالبان لاهم د کندوز ښار په څنډو کې په کلیو کې شته، خو مسولین وايي چې عملیات به تر هغه دوام وکړي چې ټولې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شي.