تازه خبرونه

د کندوز ولایت روانو عملیاتو ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندوز ولایت روانو عملیاتو ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي، چې شمېر یې سلگونه تنو ته رسیږي او د کندوز ولایت په لارو او کوځو کې د وسلوالو طالبانو د لټون په روانو عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده.

ویل کیږي، چې د افغانستان کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هم د کندوز ولایت د امنیتي حالاتو د څېړلو له پاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي، چې تېره شپه هم په کندوز ولایت کې عملیات روان ول او افغان ملي ځواکونه د ډاډ وړ لاسته راوړنې لري.

صديقي زیاته کړه، چې په دغو عملياتو کې افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا دېرش تنه وسلوال وژلي او لس تنه يې ژوندي نيولي دي.

رپوتونه وایي، چې د ناټو هوایي جیت الوتکو تېره شپه د کندوز د ملي امنیت پر ادارې، ولایتي شورا ، لومړۍ حوزې او د بېپولي داکترانو پر روغتون بمبارد کړی دی.

 

امنیتي چارواکې وایي، چې له روغتون پرته په نورو ودانیو کې وسلوالو طالبانو شتون دلود، چې ډېره مرگ و ژوبله یې رامنځته کړې او پډېر شمېر وسلوال طالبان په کې وژل شوي دي.

 

د راز ویل شوي، چې په روغتون کې ټول ملکي وگړي او داکتران وژل شوي، چې شمېر یې له لسڅخه تر شل پورې ښودل شوی دی.

 

وسله والو طالبانو کندوز ښار تېره دوشنبه ونيوه؛ خو افغان دولت د پنجشنبې په ورځ وويل، چې کندوز ښار يې د پوځي عملياتو په نتيجه کې بېرته نيولى دي.

Trending

Exit mobile version