تازه خبرونه
د کندوز ولایت په خان آباد بندر کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كندز ولایت په خان آباد بندر کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل.
د كندزد امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې:
دا چاودنه څو دقيقې وړاندې د يوه مقناطيسي ماين له کبله د دغه ولايت په خان آباد ولسوالې كې شوې ده.
هغه وايي، چې دا چاودنه په يوه شخصي موټر شوې ده.
د چاودنې مسووليت تراوسه چاپه غاړه نه دى اخيستى .