سیمه ییز خبرونه
د کندوز ولایت په ډېرو سیمو کې طالبانو”له حکومت سره موازي نظام” رامنځته کړی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نیویارک تایمز ورځپاڼې د کندوز ولایت د سیمه ییزو چارواکو او استوگنو له قوله، چې نه غواړي نومونه یې په ډاگه شي؛ لیکي، چې د کندوز ولایت په ډېرو سیمو کې طالبانو “له حکومت سره موازي نظام” رامنځته کړی دی.
د کندوز ولایت استوگن وایي، چې، د دې ولایت په چهار دره، دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې طالبان گړندۍ هڅې لري او د حکومتي ځواکونو څارنه په کې نیمگړي ده.
د کندوز ولایت سرپرست غلام سخي بغلانی د دې ولایت پر ولسوالیو د طالبانو څارنه ردوي او وایي، چې د کندوز ولایت په یو شمېر سیمو کې د طالبانو هڅې تر سترگو کیږي.