تازه خبرونه
د کندوز ولایت په یوه جومات کې چاودنې ۷۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۱)
اسلامي امارت تائید کړې، چې د جمعې پر ورځ ( د غویی ۲ / د اپریل ۲۲ ) د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې له کبله ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې ماشومان هم په کې شته.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا برید د مفسدو او شریرو عناصرو ترسره کړی او د عاملینو د نیولو او مجازاتو لپاره هڅې روانې دي.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کېږي، چې مزارشریف ښار د شیعه ګانو په سه دکان جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې او پړه یې هم داعش ته اړوند مشرانو پر غاړه اخیستې ده.