بلخ @ps
د کندوز ښار په شاوخوا او ۶ ولسوالیو کې ټوله شپه جګړه روانه وه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د راپورونو له مخې؛ تېره شپه تر سهاره د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخته جګړه روانه وه .
وسلوالو طالبانو پرون سهار د کندز ښار او ولسوالیو د نیولو له پاره هممهاله بریدونه پیل کړل؛خو افغان امنیتي ځواکونو لږ ترلږه د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله.
د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ رویترز خبري آژانس ته تېره شپه ناوخته وویل؛سخته جګړه روانه ده، خو طالبان د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي او مونږ پسې اخیستي دي.
چارواکي وايي، چې له ۵۰ تر ۶۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د طالبانو له سږنو هڅو ښکاري،چې غواړي په شمال کې کندز او په جنوب کې هلمند ولایتونه ونیسي.