تازه خبرونه

د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.

نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.

عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بې‌سارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.

مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.

Trending

Exit mobile version